کور / افغانستان /  دهیوادپه مختلفو ولایتونوکې ۱۳تنه قاچاقیان نیول شوي

 دهیوادپه مختلفو ولایتونوکې ۱۳تنه قاچاقیان نیول شوي

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مسؤلینوخبرورکړی چې  په مرکز او ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۱۳ تنه له موادو سره یو ځای نیول شوي دي.

په همدې اړه له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند، خالد موحد د پنجشنبې په ورځ دیوې خبري سرچینې سره دخبروپه مهال ویلي چې له دې ۱۳ تنو څخه پنځه یې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر له لارې هند ته د ۳.۶۸۵ کېلو ګرامه هیروئینو د قاچاق پرمهال نیول شوي دي.

ویاند زیاتوي چې ۸ تنه نور بیا د هېواد په ۶ ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي چې۳ کېلو ګرامه هیروئین، ۱۷۷ کېلو ګرامه تاریاک او څه باندې ۵۸۰ کېلو ګرامه چرس هم ورسره نيول شوي دي.

چارواکي وايي چې په دې اړه دهیواد په مختلفوولایتونوکې دکشف اومخنوي چارې ګړندی کړې دي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دکابل کانټینټال هوټل دبریدپه تړاو ۴تنه ممنوع الخروج اعلان شوي

دیوې بهرني خبري سرچینې په قول دافغانستان لویې څارنوالۍ دحکم مطابق یوه داسي طرح جوړشوې …

افغان ولسمشردزابل ولایت په اړه ځانګړې پاملرنه غوښتې

افغان ولسمشراشرف غني دزابل ولایت له ځايي دیني علماؤ ،قومي مشرانو اودهغه ځای له چارواکوسره …