کور / افغانستان / د اسلام اباد پرلت دې د خپلواکۍ پرلت شي

د اسلام اباد پرلت دې د خپلواکۍ پرلت شي

د پاکستان په اسلام اباد ښار کې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د پښتنو پرلت روان دى، چې د نقيب مسيد له شهادت وروسته د پاکستان په هره برخه کې پښتانه د پاکستان پر ضد راپاڅېدلي دي او د پاکستاني ترهګرۍ پر ضد شعارونه ورکوي.

دوى په اسلام اباد کې له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د نقيب مسيد شهيد قاتلان دې په دار وځړوي، نيول شوي قبايل دې محکمو ته وړاندې کړي، په قبايلي سيمو کې دې کرفيو ختمه کړل شي او همدا راز په قبايلي سيمو کې دې جنګ ختم کړي، همدا راز په ځينو قبايلي سيمو کې د هغه طالبانو دفترونه هم سوځول شوي دي، چې په افغانستان کې جنګېږي.

له تېرې يوې اونۍ راهيسې پښتانه په پرلت ناست دي، خو پاکستانۍ رسنيو کې پرې هېڅ خبر نه راځي، او دا څه غلطه خبره هم نه ده، ځکه چې پاکستان د پنجابيانو هېواد دى، د پښتنو هېواد نه دى او رسنۍ ټولې بيا د پنجابيانو دي، نو هغوى به دې ته اهميت ولې ورکوي؟د پښتنو پرلت اسلام اباد

د پښتنو د پرلت او د خپلواکۍ نارې په هندوستان کې هم اورېدل شوي دي او هندي رسنيو د پښتنو غږ ته انعکاس ورکړى دى، خو بيا د افغانستان ډېرى شمېر رسنۍ هم د پښتنو غږ ته انعکاس نه دى ورکړى او همداسې غلې ناستې دي، چې دا ډېره بده خبره ده، بايد د افغانستان ټولې رسنۍ د پښتنو غږ ته انعکاس ورکړي، ځکه چې دا د خپلواکۍ غږ بايد په ټوله نړۍ کې وکړنګېږي.

همدا راز کابل هم په دې اړه تراوسه پورې هېڅ نه دي ويلي، دا وخت رارسېدلى دى چې کوزني پښتانه په دې پوه شوي دي، چې هر څه ظلم د دوى سره کېږي، هغه ورسره پاکستان کوي او غږ يې بيا هېڅوک نه اوري، هغوى په لومړي ځل په دومره لوى شمېر د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د خپل حق لپاره راپورته شوي دي، بايد کابل له دې څخه ګټه پورته کړي او دا خلک راخپل کړي.

پښتانه اوس په دې پوه شول، چې پاکستان لپاره دوى بېخي د خلکو په شمېر کې هم نه راځي، بس يواځې سرونه دي، چې کله يې په ترهګرو وژني، کله يې په پوځ وژني او کله يې هم په پوليسو وژني او چې غږ پورته کوي، نو بيا به ورکېږي، اوس نو د پښتنو د خپل هېواد وخت رارسېدلى دى، چې دوى د اسلام اباد پرلت يواځې په څو غوښتنو ختم نه کړي، بلکې د پاکستان زړه اسلام اباد څخه د خپلواکۍ غږ پورته کړي او اوس دوى ځان ته د پښتونستان په نوم ځانګړى هېواد جوړ کړي.

موږ له خوا راهيسې چيغې وهلې، چې د پنجابي او پښتون سره نه کېږي، خو يو شمېر کوزني پښتانه داسې ول، چې پنجابي ته به يې خپل ورور وايه او د پنجابي په هر درد و غم کې به يې ځان شريک باله، خو اوس په زرګونو پښتانه له تېرې يوې اونۍ راهيسې په اسلام اباد کې ناست دي او پنجابى ورور يې هېڅ په غم کې نه دى.د پښتنو پرلت

نو د افغانستان د مشر ورور په حېث دا حق جوړېږي، چې د کوزنيو پښتنو غږ ته په ټوله نړۍ کې انعکاس ورکړي، پر افغانانو د کوزنو پښتنو حق دى، چې په ټولنيزو رسنيو او وېبپاڼو کې د دوى غږ نورې نړۍ ته ورسوي، د پاکستان توره څېره ټولې نړۍ ته روښانه کړي او د پښتونستان په جوړولو کې له کوزنو پښتنو سره مرسته وکړي.

خداى مه کړه، که چېرته دا ورځ مو له لاسه ووته، نو بيا به د دومره پښتنو د خپل حق لپاره راپاڅول ډېر ګران کار وي، دا خلک نه کوم ګوند راپاڅولي دي او نه بل چا، دا ټول پښتانه په ګډه خپل حق راپاڅولي دي، بايد چې دا غږ غلى نه شي، بايد له دې غږ د خپلواکۍ غږ جوړ شي او په ټوله نړۍ کې وکړنګېږي.

د پاکستان په زړه اسلام اباد کې د پښتنو په پرلت کې د ((لر او بر يو افغان)) او د خپلواکۍ غږونه که خپ شول، نو بيا به موږ ونه توانېږو، چې يو بل دغسې غږ راپورته کړي، نو کابل دې، دې غږ ته لبېک ووايي او د کوزنيو پښتنو د حق لپاره دې غږ پورته کړي، تر څو په نړۍ کې د ((پښتونستان)) په نوم د پښتنو يو خپل هېواد جوړ شي.

ليکوال : بريالى زمرى

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دکابل کانټینټال هوټل دبریدپه تړاو ۴تنه ممنوع الخروج اعلان شوي

دیوې بهرني خبري سرچینې په قول دافغانستان لویې څارنوالۍ دحکم مطابق یوه داسي طرح جوړشوې …

قاچاقبران

 دهیوادپه مختلفو ولایتونوکې ۱۳تنه قاچاقیان نیول شوي

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مسؤلینوخبرورکړی چې  په مرکز او ولایتونو …