کور / فلمونه / د سلمان خان د ژوند يادګارې ٧٥ روپۍ

د سلمان خان د ژوند يادګارې ٧٥ روپۍ

د هندوستان د مشهورې خپرونې ((بګ باس)) د يوې برخې لپاره ١١ کروړه هندي روپۍ ترلاسه کوونکي سلمان خان په هندي سينما کې په لومړي ځل ٧٥ روپۍ ترلاسه کړې وې.

امريکايي مجلې ((فوربز)) په خپل يو راپور کې د هندي فلمونو ستورى سلمان خان د روان کال تر ټولو زياتو پېسو ګټونکو اداکارانو کې په دوهم لمبر راوستى دى، او همداسې يې په يو بل راپور کې سلمان خان د ټلويزيون خپرونې د کوربه په حېث تر ټولو زياتې پېسې اخيستونکى اداکار هم ګڼلى دى، خو ډېر خلک به له دې خبرې ناخبره وي، چې د ((بګ باس ١١)) د يوې برخې لپاره ١١ کروړه هندي روپۍ اخستونکي اداکار په لومړي ځل په هندي سينما کې ٧٥ روپۍ اخيستې وې.

د هندي رسنيو د راپورونو ترمخه، کله چې د سلمان خان د نړۍ ګرانبيه کوربه په اړه وپوښتل شول، نو نوموړي په هندي سينما کې د خپلو لومړيو پيسو په اړه ټول خلک حېران کړل. سلمان خان وويل چې د نڅا په يوې خپرونه کې يې د نورو کسانو ترڅنګ نڅا کړې وه، چې د هغې لپاره ورته ٧٥ روپۍ ورکړل شوې وې.

نوموړى وايي چې زه هلته د يو ملګري د نڅا ليدو لپاره ورغلى وم، خو بيا زه هم د نڅا کوونکو له ډلې سره يو ځاى شوم او ما هم د خوند لپاره په دغه ځاى کې نڅا وکړه، خو د دې لپاره يې ماته پيسې هم راکړې.

سلمان خان وايي چې له هغې وروسته يې د يوې انرجۍ په اعلان کې کار وکړ، چې ٧٥٠ روپۍ ورته ورکړل شوې او همداسې يې بيا د څه ووخت لپاره په ١٥٠٠ روپۍ کار وکړ. خو د خپل لومړي فلم ((مين نى پيار کيا)) لپاره ورته ٣١ زره هندي روپۍ ورکړل شوې، خو د فلم له کاميابۍ وروسته ورته بيا ټولې ٧٥ زره روپۍ ترلاسه کړې.

سلمان خان وايي، چې هسې خو په هندوستان کې په ټلويزيون ډېرې ښې خپرونې کېږي، خو د ((بګ باس)) نه پرته بله کومه خپرونه نه شي کولاى چې کوربه توب يې وکړي. نوموړي وويل چې زه داسې خپرونه کول غواړم چې ولس ورسره تړلى وي، نوموړي وويل چې ((دس کا دم)) هم د ده لپاره ډېره په زړه پورې خپرونه وه.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

راحت بیرته بالیوډ ته ستنیږي

د غزل د دنیا ستوری راحت فتح علی خان بیرته د بالیوډ سینما ته ستنیږي. …

سنبل

خېبر پښتونخوا کې يوه بله هنرمنده ووژل شوه

د خېبر پښتونخوا په مردان کې يوه بله هنرمنده سنبل ووژل شوه. ويل کېږي چې …