کور / تګ لاره

تګ لاره

پښتنه مور

پښتنه مور؛ چې پاکستاني مرتدو پوليسو او پوځيانو يې ٤ زامن تري تم کړي

په پاکستان کې د پښتنو پر ضد د پاکستاني مرتد پوځ او پوليسو کړي جرمونه يو په بل پسې رابرسېره …

د دوستم دوسیه نړیوالي جنايي محکمي ته وړاندي کیږي

د جنګي جنایتونو نړیوالي محکمي څيړونکو ویلي چې د جنرال دوستم د بشري جنایتونو دوسیه دوي ته وړاندي شوي او …

چاودنو کابل کې اقتصاد کمزوری کړی

پلازمېنې کابل کې د سلواغې پر ۷ مه نېټه یا پر وړمې شنبې د جمهوریت روغتون په څنګ کې خونړی …

نبیل، ترخه ژبه او خوږ قلب

د افغانستان په تیره څه باندي یوه نیمه لسیزه کې ډيری څيري د سیاست په ډګر کې را څرګندي او …

کابل چاودنې د سیاه موي خوږ ژوند خطم کړ

«په پوهنتون کې اشنا شو. ملګرتیا مو تر مینې ورسېده؛ ټیک یو کال، ۸ میاشتې او ۱۲ ورځې مخکې مو …

د « مجید قرار » په اړه یو څو ټکي !

د مجید قرار په نوم ځوان چې د افغانستان له یوه جګړه ځپلي ولایت غزني نه را خوځېدلی اوس دلته …

افغانستان کوم لوري ته روان دى

افغانستان کوم لوري ته روان دى؟

په تېرو ورځو کې په انټرکانټينينټل هوټل د ځانمرګو بريدګرو ډله ييز بريد، په ورپسې ورځ جلال اباد کې د …

د فراه والي ناکامي، د دولت ناکامي ده

په يوه ولايت کې يو والي د ولسمشر ځانګړى استازى وي، چې هم د هغه په حکم هلته مقرر شوى …

له بارانونو تر هیواده ـ څلورمه برخه

روژه ،تدریس اوځیني پیښي په دیرشم دسرطان ټول خاموشه وه چاویل روژه ده اوچاویل نه ده به هرحال ترغرمی پورې …

ترکیه

د ترکیې ناستې سوله زیانمنه او حکمتیار تمسخر کړ!

د ترکيي په استانبول کې د حزب اسلامي په منځګړیتوب دسولې بلل شوی میز هله په اجتماعي  کې دملنډو خبره …

د خبریال ویبپاڼې تګ لاره

خبريال ویبپاڼه په پښتو ژبه ليکلې، تصويري( ويډيواو عکس) اوپه غږ ( آډيو) کې خپرونې لري.  دافغانستان اونړۍ خبرونه، تبصرې، مرکې او رپورټونه په بې پرې توگه خپروي.  خبريال يوه ناپيلې اداره ده چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دی، او څانگې يې د افغانستان په ټولو لويو ولايتونواو په پيښور او کويټه کې فعالې دي.  خبریال ویبپاڼه خپلولوستونکو ته څلیرویشت ساعته اود اونۍ اووه  ورځي تازه خبرونه خپروي ، او هڅه يې دا وي چې د پيښوپه اړه چټک خبرونه تر هر چا له وړاندې خپاره کړي. ددې ټولې خپرونې د يوې ډلې مسلکي ژورنالسټانواو ليکوالانوپررضاکارانه ونډې اوگډون پر مټ جوړيږي اوهيڅوک ورسره مالي مرسته نه کوي.

ددې ادارې مهم هدفونه دا دي.

۱.  د انټرنيټ د لارې د افغانستان ، نړۍ او د گاونډيو هيوادونو په اړه تازه او بې پرې خبرونه خپرول.

۲.  دنوي ميډيا او د ټيکنالوجي د لارې پښتو ژبې ته وده ورکول.  

۳.  هغه تبصرې چې د ژورنالزم په دريو اصولو، حقايق، توازن اوبې پرېتوب ولاړ وي، خپرول.

۴.  د پښتوژبې دليکوالانونوې علمي څيړنې او په زړه پورې ليکنې خپرول. 

۵.  په پښتوژبې کې د نويو ليکونکو او ژورنالستانو تشويق او دوی ته موقع ورکول چې خپلې ليکنې په خبريال کې خپرې کړي.

۶. د علمي ليکنو د لارې په پښتو ژبې کې دولوستونکود پوهاوي لارې پرانستل.

 ۷. د روانو پيښو په اړه تحليل اود هرې غاړې نظرخپرول ( چې د چا توهين پکې نه وي شوی)

۸.  د پښتنود دود او کلتور ته د درناوي سره سره دعصري نړۍ نويو مفکورو ته ځای ورکول.

۹.  د وگړو د زهن د روښانه کولو لپاره د پوښتنو او د دلايلو کلتور ته وده ورکول.

۱۰.  د جنگ او جگړې پر ځای د جرگو مرکودود ته درناوی کول.

درنو لیکوالو ته دخبریال ډاټ کام ادارې ځانګړې خبرتیا !

خبریال ویبپاڼې اداره خپلو لوستونکو ، لیدونکو ، مینه والو او په ځانګړي ډول ټولو پښتنو لیکوالو ته په ډېر درنښت خبر ورکوي چې په افغانستان کې په جګړه بوختو ځینو دجاسوسي ادارو په مستعارو نومونو دپښتنو دمشرانو دبې پته کولو لپاره په پښتو ژبه واکمن کسان په دندو ګومارلي دي . خبریال ویبپاڼې ته رارسېدلي معلومات ښيي چې دا کسان به په افغانستان کې دپښتني سیاست والو، لیکوالو، ژورنالیسټانو ، لوړپوړو حکومتي مامورینو او هم دا راز پښتني څېرو دبدنامه ولو لپاره کار او هڅه کوي. دوی به خپلې لیکنې دپښتو رسنیو له لاري خپروي ، څو وکولای شي خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسوي . 

دا چې موږ په دغه لویه او ستره ګناه کې شامل نشو او دخپلي ژبي او ولس سره مو خیانت نه وي کړی ، دخبریال ادارې پرېکړه کړې چې دهیڅ یوه هغه لیکوال لیکنه نه خپروي چې بشپړ هویت یې معلوم نه وي .

هیله ده دخبریال ویبپاڼې دادارې دا پرېکړه هغه افغان لیکوال هم نا هیلي نکړي چې په مستعارو نومونو لیکنې کوي‌. 

هغه لیکوال چې دځینو ستونزو له کبله خپل هویت نه ښيي ، کولای شي‌ چې دخبریال ادارې ته ځان وروپېژني او بیا په مستعار نوم لیکنې وکړي‌. ددوی هویت به دتل لپاره خوندي او دخبریال له ادارې سره امانت وي . 

موږ دا ژمنه کوو چې دهیڅ ډول فشار په وړاندي به دهغه لیکوال هویت ښکاره نکړو چې اداره یې پېژني او هغه کس نه غواړي چې نورو ته وروپېژندل شي . 

زموږ هیله داده چې په افغانستان کې دیوه بې پرې او ریښتوني ژورنالیزم په وړاندي به دخبریال ویبپاڼې دا ګام تاسو هم راسره بدرګه کړئ او په خپل هیواد کې به دبیان ریښتونې آزادي ته دلاري په هوارولو ، خپل قام ، ولس او ژبي ته دکار کولو په موخه زموږ مرسته او ملاتړ وکړئ .

له نورو برېښنا پانو او رسنیو نه هم دورته ګام داخیستلو غوښتنه کوو. 

په درنښت 

دخبریال ویبپاڼې چلوونکې ډله  

+++++